کابل کې د ٤٠٠ ورزشکارانو په ګډون د ځغاستې سیالي وشوه
کابل کې د اټوما مخابراتي شرکت ٢٠مې کالیزې په مناسبت د دغه شرکت په مالي مرسته د اتلتیک ملي فدراسیون له لوري او د ټولشموله ورزشونو امریت په همکاري په ١٠ کیلو متره واټن کې د ٤٠٠ ورزشکارانو په ګډون د ځغاستې سیالي وشوه.
دغه سیالي کې ورزشکارانو له دارلامان څخه تر غازي سټډیوم پورې منډه ووهله، چې پایله کې یې مجتبی فقیر زاده لومړی ، محمد بشیر دویم او محمد شریف یعقوبي د درېیم مقام ګټونکی شو.
له یادې سیالۍ څخه له لومړي تر لسم مقام ګټونکي ورزشکاران د اتلتیک ملي فدراسیون له لوري ملي ټاکنیزو سیالیو ته غوره شول.
