ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې افتخار درونټې لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې آریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
