زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو
د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ پرانیستل شو.
دغه کلب د پاورلفټینګ او فیټنیس ورزش د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی، چې په یو وخت کې د ۱۵۰ ورزشکارانو د تمرین ظرفیت لري او له دې سره به د ورزشکارانو لپاره د تمرین او ورزشي فعالیتونو زمینه زیاته شي.
