خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Sep 20 2025 11:16 AM
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د علیشېرو ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د غرغښت منتخبې او علیشېرو ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علیشېرو ټایګرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٩ منډو هدف وټاکه. غرغښت منتخبې لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٩١ منډې وکړې او د ٦٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS