کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
Wed, Jun 10 2026 4:43 PM
کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او اتو وزني کټګوريو ترسره شي، چې په پايله کې به ۳۲ ورزشکاران د کابل ولايت د تکواندو لويانو ورزشکارانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د تکواندو ملي فدراسیون رئیس نجيب الله سکندري، ورزشي مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ په خپلو خبرو کې د بېلابېلو ورزشي څانګو د ټاکنيزو سياليو په ترسراوي ټينګار وکړ او د ورزشي فدراسينونو سره د ورزش ادارې د ملاتړ او همکاريو يادونه وکړه او د تکواندو ملي فدراسیون يې يو له هغو فعالو فدراسیون څخه ياد کړ، چې د ورزش ادارې ملاتړ ورسره دی.

د يادو سياليو موخه د کابل ولايت د تکواندو لويانو ورزشکارانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او د ملي لوبډلې سياليو ګډون ته د ورزشکارانو زمينه برابرول دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS