کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Jun 27 2026 10:35 AM
کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، چې درې ورځې وړاندې د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

دغه سياليو په څلورو عمري کټګوريو( نويو ځوانانو، ځوانانو، ماسټرانو او اوپن) کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو د کابل ولايت د پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته لار وموندله او هم يې د پاورليفټينګ ملي سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د وينا پر مهال وويل،موږ د خپل کلني پلان سره سم فعاليت کو او تر دې مهاله په منظم شکل مخته روان يو. دغه راز نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال ټولو ورزشکارانو ته په نړيوالو سياليو کې د ګډون ښه زمينه برابره شوې او د دوی ملاتړ شوی دی او ترڅنګ يې د ټولو فدراسيونونو له مسولينو او ورزشکارانو مننه وکړه چې هڅه يې کړې ترڅو په نړيوالو سياليو کې د افغانستان نوم روښانه کړي.

همدارنګه د پاورليفټينګ ملي فدراسیون رئیس نور احمد سخي زاده، ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل نهم پړاو کې مو غوره ورزشکاران وموندل او دوی به په راتلونکي کې په ملي او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د رهبرۍ غړو، د پاورليفټينګ ملي فدراسیون رئيس نور احمد سخي‌زاده، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او يو شمير مينوالو ګډون کړی و، چې په پای کې يې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول او ترڅنګ د کابل په کچه د پياوړي لوبغاړي لقب ګټونکي ورزشکار مصطفی عطايي ته کمر بند او نغدي ډالۍ ورکړل شوه.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS