کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، چې درې ورځې وړاندې د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
دغه سياليو په څلورو عمري کټګوريو( نويو ځوانانو، ځوانانو، ماسټرانو او اوپن) کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو د کابل ولايت د پاورليفټينګ منتخبې لوبډلې ته لار وموندله او هم يې د پاورليفټينګ ملي سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د وينا پر مهال وويل،موږ د خپل کلني پلان سره سم فعاليت کو او تر دې مهاله په منظم شکل مخته روان يو. دغه راز نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال ټولو ورزشکارانو ته په نړيوالو سياليو کې د ګډون ښه زمينه برابره شوې او د دوی ملاتړ شوی دی او ترڅنګ يې د ټولو فدراسيونونو له مسولينو او ورزشکارانو مننه وکړه چې هڅه يې کړې ترڅو په نړيوالو سياليو کې د افغانستان نوم روښانه کړي.
همدارنګه د پاورليفټينګ ملي فدراسیون رئیس نور احمد سخي زاده، ټولو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل نهم پړاو کې مو غوره ورزشکاران وموندل او دوی به په راتلونکي کې په ملي او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.
د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د رهبرۍ غړو، د پاورليفټينګ ملي فدراسیون رئيس نور احمد سخيزاده، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او يو شمير مينوالو ګډون کړی و، چې په پای کې يې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول او ترڅنګ د کابل په کچه د پياوړي لوبغاړي لقب ګټونکي ورزشکار مصطفی عطايي ته کمر بند او نغدي ډالۍ ورکړل شوه.
