لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
Sun, Nov 01 2026 8:23 PM
لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل ځغلونې او نورو ورزشي رشتو ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغو ورزشي نندارو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ياد رياست د المپيکي چارو رييس دادمحمد پاينده اختري، فني رييس محمد يوسف افتخار، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رييس سيد نبي الله سادات، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د دغې ورزشي برنامې په پيل کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اخترې خبرې وکړې، ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، له دغه ورزشي نندارو او برنامو څخه مو لوی هدف دادی، چې ځوانان ورزش ته وهڅوو، ورزش وکړي او د ورزش له لارې خپل هېواد ته وياړونه راوړي.

هېره دې‌ نه وي چې دغه ورزشي نندارې له کابل ولايت څخه تر لوګر ولايت پورې د ۶۰ موټر سايکل ځغلونکو له لوري ترسره شوې او همدا راز د لوګر ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې هم د موټرسايکل ځغلونکو ترڅنګ د بايسکل ځغلونې، کراتې او نورو ورزشي برخې ورزشي نندارې وړاندې شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS