لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل ځغلونې او نورو ورزشي رشتو ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغو ورزشي نندارو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ياد رياست د المپيکي چارو رييس دادمحمد پاينده اختري، فني رييس محمد يوسف افتخار، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رييس سيد نبي الله سادات، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د دغې ورزشي برنامې په پيل کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اخترې خبرې وکړې، ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، له دغه ورزشي نندارو او برنامو څخه مو لوی هدف دادی، چې ځوانان ورزش ته وهڅوو، ورزش وکړي او د ورزش له لارې خپل هېواد ته وياړونه راوړي.

هېره دې‌ نه وي چې دغه ورزشي نندارې له کابل ولايت څخه تر لوګر ولايت پورې د ۶۰ موټر سايکل ځغلونکو له لوري ترسره شوې او همدا راز د لوګر ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې هم د موټرسايکل ځغلونکو ترڅنګ د بايسکل ځغلونې، کراتې او نورو ورزشي برخې ورزشي نندارې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې پاناما ته ماته ورکړه

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاناما هېواد څخه د ٥ - ٠ ګولونو په توپیر وګټله.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلنو کم عمره ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فیفا له ۱۵ کلنو کم عمره نړۍوال جام او جشنوارې کې د ۶ برياو، څلورو ماتو او د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د ۸۳م مقام له ترلاسه کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د نیمروز ولایت د زندانيانو ترمنځ ورزشي دوستانه سيالۍ وشوې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د زندانيانو ترمنځ د ورزش د دودولو، د زندانيانو روحيه پياوړي کولو او د دوی جسمي او روحي فشار کمولو او سياليو ته د زمينې. . .

BACK TO NEWS