ارزګان؛ په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
ارزګان؛ په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکیټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځنځر او سید اعظم لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه ځنځر لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د پنځو ویکټو په زیان ۱۶۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سیداعظم لوبډلی ياد هدف د دوو ویکټو په زيان پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS