پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر، کابل، کندهار او زابل ولایتونو ترمنځ په سینګل لاین او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې پکتیکا لومړی، پکتیا دویم او غزني بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ نیزه وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
