ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز لوبډلې د ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سيالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بريا یې خپله کړه.
