افغان ورزشکار سمیع الله حمیدي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې چیني او منګولیایي سیالان مات کړل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۱۹
افغان ورزشکار سمیع الله حمیدي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې چیني او منګولیایي سیالان مات کړل

افغان ورزشکار سمیع الله حمیدي د رزمي ورزشونو څلورم پړاو اسیایي ته د لار موندنې سیالیو کې پرلپسې چیني او منګولیایي سیالانو ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه.

دغه ورزشکار به د خپل حریف له مشخصېدو وروسته د سرو زرو مډال پر سر د سیالي ډګر ته ښکته شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۳ ورزشکاران. ۴ روزونکي او یو هیئت ګډون لري.

یادې سیالۍ د ۲۳ هېوادونو په ګډون د ازبکستان هېواد په کوربه‌توب په تاشکند ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS