بغلان؛ د بغلان او سمنگان ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۵۴
بغلان؛ د بغلان او سمنگان ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د بغلان او سمنګان ولایتونو ۴۶ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې د ۳ جوړو لوبې مساوي شوې او ۲۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د پهلوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۲۲
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د ابخانه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې يادې ولسوالۍ له څلورو حوزو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۲۰
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ وشوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو ترمنځ لوبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۱۸
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ب ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ب ليګ سيالۍ. . .

BACK TO NEWS