بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالې ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۳۸
بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالې ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او له ۱۰۰- ۵۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ تنو ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه سره لومړي مقامونه او د بغلان ولایت د خغاستې منتخبې لوبډلې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د بغلان د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ پيل شوې‌.

د دغو سياليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د لس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په مرکزي جمنازیوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS