بغلان؛ نهرین ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د کندز، سمنګان، تخار او بغلان ولایتونو د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د بغلان ولایت کورشکارانو لومړی، کندز ولایت دویم او د سمنګان ولایت کورشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
