په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان خوافي هرات لوبډلې ته د ۱-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ په کابل کې د لسو لوبډلو ترمنځ دوه اوونۍ وړاندې پيل شوې دي او ۲۳ ورځې به دوام وکړي.
