بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۲
بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د دهدادي ولسوالۍ په کود برق سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ښاروالۍ لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې کود برق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو د مخنیوي په موخه پیل شوې وې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS