خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.
دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا پرمخ وړل کېږي، چې پکې به د لوبڅارنې اړوند قوانین، وروستي بدلونونه، عملي موضوعات او د لوبو پر مهال د پرېکړو د لا ښه والي په اړه روزنه ورکول کېږي.
دا سمینار د خوست د فوټبال غوره لیګ سیالیو د لا ښه تنظیم او غوره والي په موخه ترسره کېږي.
