بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سیالې کلدار لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې په موخه وشوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
