د ورزش ادارې عمومي رئیس د بامیان ولایت د بایسکل ځغلونې له لوبغاړو سره ولیدل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له درېیوو بایسکېل ځغلونکو سره ولیدل او د ورزشي توکو په ډالیو یې وستایل.
دغو درېیو تنو له بامیان ولایت څخه تر پلازمېنې کابل پورې ۲۳۰ کیلو متره واټن په ۱۱ ساعتونو کې طی کړی دی.
ښاغلي وثیق د دوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې ورزش اداره تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ کوي او د توان تر کچې به له دوی سره په هره برخه کې همکاري کوي.
ټاکل شوې، دغه ورزشکاران به بېرته له کابل څخه تر بامیانو پورې پر بایسکل ولاړ شي.
