بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د پنځه ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له پنځو ولایتونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له سمنګان، سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایت څخه ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې گډون کړی وو، چې په پایله کې يې ٣٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
