کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا ۱۱۰۰ کيلو متره واټن طی کړی و، د المپیک ملي کمېټې په انګړ د هر کلي مراسم ترسره شول.

د ښه راغلاست په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري او د بايسکل ځغلونې فدراسيون رئيس سيد نبي الله سادات او ياد ورزشکار ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ياد سيلاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله وښوده، چې د سفر ريښتنی انځور خلکو ته وړاندې کړي.

په ورته مهال د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ياد سيلاني ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه، هر څوک کولای شي د شپې او ورځې خپل سفر په ډاډه فضا کې ترسره کړي او د ورزش په برخه کې هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي فضلي شاوخوا ۱۱۰۰ کيلو متره واټن په ۱۴ ورځو کې په يو عادي بايسکل طی کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS