بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور نندارې وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پارکور ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور نندارې وشوې.
د یادو نندارو موخه د پارکور ورزش دودول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
