بلخ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شريف ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د راهدان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې راهدان لوبډلې خپلې سیالې باختر لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو ليرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.