بلخ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله اته تنه ورزشکاران د ياد ولايت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د ياد منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.