بلخ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ د احمد فهيم عزيز په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۶
بلخ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ د احمد فهيم عزيز په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ او د سنوکر کينګ کلب له لوري په ياد ولايت کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ د احمد فهيم عزيز په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې احمد فهيم عزيز خپل سيال مرتضی منصور ته د ۵/۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو چمتو شوي کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS