تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.