تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۴۴
تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د حذفي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اعظمي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۷/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS