کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا ۱۱۰۰ کيلو متره واټن طی کړی و، د المپیک ملي کمېټې په انګړ د هر کلي مراسم ترسره شول.
د ښه راغلاست په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري او د بايسکل ځغلونې فدراسيون رئيس سيد نبي الله سادات او ياد ورزشکار ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق ياد سيلاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله وښوده، چې د سفر ريښتنی انځور خلکو ته وړاندې کړي.
په ورته مهال د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ياد سيلاني ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه، هر څوک کولای شي د شپې او ورځې خپل سفر په ډاډه فضا کې ترسره کړي او د ورزش په برخه کې هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي فضلي شاوخوا ۱۱۰۰ کيلو متره واټن په ۱۴ ورځو کې په يو عادي بايسکل طی کړی و.
