جاپان کې د افغان ورزشکارانو په ګډون شلم پړاو آسیایي المپیکي سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
جاپان کې د افغان ورزشکارانو په ګډون شلم پړاو آسیایي المپیکي سیالۍ پیل شوې

د المپیک آسیایي کمېټې له لوري شلم پړاو آسیایي المپیکي سیالۍ د جاپان په کوربتوب د یاد هېواد په ایچي- ناګویا ښار کې پیل شوې او د راتلونکې اکتوبر میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې له ٤٥ آسیایي هېوادونو څخه له ١١ زرو زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې په ٤١ بېلابېلو ورزشي رشتو کې به سیالۍ ترسره کړي.

ورته مهال، له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې په اتو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ٣٤ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

دغه راز له افغانستان څخه د کرېکټ په برخه کې هم د افغان ابدالیانو ٢٤ کسیزه لوبډله د دغو سیالیو برخه ده.

د یادونې وړ ده، چې سبا به د ووشو په برخه کې محمد جعفر سلطاني، شهزاده صافی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي له خپلو سیالانو سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسیايي المپیکي سیالیو نولسم پړاو د چین په کوربتوب د یاد هېواد په هانګژو ښار کې ترسره شو، چې افغان ورزشکارانو د تکواندو، کورش، ووشو او کرېکټ په برخه کې پنځه مهم مډالونه ترلاسه کړي و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS