جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ازادي قرقین لوبډلې خپلې سیالې جوانان اندخوی لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ د یووالي روحیه پیاوړي کول او په سیمه ییزه کچه ورزش ته د ځوانان نسل هڅول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
