جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.