خوست؛ تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د مشال کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مشال کلب او ميس عينک لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه مشال کلب لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۷ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ميس عينک لوبډلې د. ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۳ منډو په توپير وبايلله.
