خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کبډي فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې د ننګرهار او خوست ولایتونو د ١٨ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ د تڼیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سياليو پای لوبه د مندوزیو او تڼیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې تڼیو لوبـډلې د ٣٣ پر ٢٧ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغو سیالیو یوه میاشت دوام وکړ او په پای کې اتلېدلوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.