خوست؛ سپېرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ۲۴ لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پالې خان ځدراڼ لوبډلې له خپل ۹۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سخي ګل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
