خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تڼیو منتخبې لوبډلې د ۳۱ پر ۲۴ نمرو په توپیر خپلې سیالې مندوزیو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
