خوست کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار اړوند کجیري کلي کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کجیرې کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کجیرې کلي لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې نبي ورغه لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
