دایکندي؛ خدير ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خدير ولسوالۍ د پشتروق سيمې شاوخوا څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي، چې په لومړۍ لوبه کې خودمختار شنيه لوبډلې خپلې سيالې عقابان ديار ميانه لوبډلې ته د ۶/۷ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په کلیو کې ورزش ته وده ورکول او فوټبال ته د ځوانانو هڅول و.
