دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په کجران ولسوالۍ کې د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې شېراغا د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، ظاهر دويم او اکبر بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
