د باسکټبال ملي فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال بحرین ته په سفر روان شو

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۳۴
د باسکټبال ملي فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال بحرین ته په سفر روان شو

د باسکټبال ملی فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال د باسکټبال نړۍ‌وال فدراسیون د نیم کال درېیم پړاو کنګره کې د ګډون په موخه بحرین ته په سفر روان شو.

نوموړي له سفر وړاندې د هېواد د ورزش ادارې له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران سره ولیدل.

په دغه کنګره کې به د باسکټبال ۲۰۲۷ کال نړۍ‌والو سیالیو په اړه بحث وشي او همدارنګه یادو سیالیو ته د کوربه هېواد د ټاکلو لپاره به پچه اچوونه وشي.

دغه کنګره د باسکټبال نړۍ‌وال فدراسیون لخوا د بحرین په کوربه‌توب په مانامه ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیلېږي او دوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS