د بامیانو مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۲۲
د بامیانو مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې جواد لومړی، سمير دويم او خبيب درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

بلخ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د تنګي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS