د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري
د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري.
له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له ویتنامي او کامبوجیایي سیالانو ګټلي، یو یې ازبکستاني سیال سره مساوي کړې او یوه یې د قزغیزستاني سیال پر وړاندې بایللې؛ همدارنګه مصطفی وکیلي به په ۶۹ کیلو ګرامه
وزن کې سبا ( د جولای ۱۹مه) سیالۍ وکړي.
دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربتوب د ۴۹ هیوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۱مه پیل شوي او تر ۱۹مې به دوام وکړي.
