د جودو افغان ورزشکار په اسيايي سياليو کې د سپينو زرو مډال ګټونکی شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۲۲:۵۷
د جودو افغان ورزشکار په اسيايي سياليو کې د سپينو زرو مډال ګټونکی شو

د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې د جودو افغان ورزشکار عبدالبشیر قديري په ۶۶ کيلو ګرامه وزن کې د قرغزستان، متحده عربي اماراتو او چين سيالانو ته ماته ورکړه او د سپينو زرو مډال ګټونکی شو.

دغه ورزشکار به بله سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلو لپاره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

په يادو سياليو کې د جودو درې کسيزه افغان لوبډله ګډون لري، چې دوه يې ورزشکاران او يو روزونکی دی.

د نویو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سيالۍ د بحرين هېواد په کوربه‌توب د روانې ميلادي مياشتې په ۲۲مه پيل شوي او تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۹
Background image

سمنگان؛ ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې. . .

BACK TO NEWS