د غزني مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په اسفند دښته کې د ۴۳ لوبډلو ۱۷۲ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د پکتيکا، پکتيا، خوست، ميدان وردګ، زابل، کابل، لوګر او غزني ولايتونو نېزه وهونکو ګډون کړی وو، چې په پايله کې غزني لومړی، واغظ لوبډلې دويم او د پکتيکا لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ولايتونو نېزه وهونکو ترمنځ همغږي او يووالی رامنځته کول او په غزني کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
