د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې له اندونیزیا لوبډلې ماته ومنله
د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له اندونیزیا لوبډلې څخه د ٤ - صفر ګولونو په توپیر ماته وخوړه.
افغان لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي له کوربه میانمار څخه د ١ - ٤ او دویمه لوبه له کمبودیا څخه ٣ _ صفر ګولونو په توپیر ګټلې وه.
دغه لوبډله به خپله څلورمه لوبه راتلونکې جمعه( د نومبر ٢٠مه) له فلیپین سره وکړي.
یادې سیالۍ د میانمار هېواد په کوربهتوب په پنځو ګروپونو کې د ٣٥ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ٢٠مې نېتې به دوام وکړي.
