د فوټسال ملي لوبډله په نړۍوال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه
د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍوال ټورنمنټ کې د ګډون په موخه برازیل ته ولاړه.
دغه سیالۍ چې په دوه ګروپونو کې تر سره کېږي، پر افغانستان او برازیل سربېره د جاپان، اندونیزیا، پرو او کپورده هېوادونو فوټسال لوبډلې ګډون لري، چې افغانستان په A ګروپ کې له پرو او جاپان سره سیالۍ لري.
یاد ټورنمنټ د برازیل په کوربهتوب د پارانای ایالت سائو ژوزه دوس پینهایس ښار کې نن( د اکتوبر ۱۲مه) پیل شو او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.
