د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۱۹
د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیواد ته د " ۸ – ۰ " ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه. او نېغ په نېغه د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته ووتله.

د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالۍ به د دغه هېواد په کوربتوب د ۱۶ هېوادونو په ګډون ترسره شي.

د فوټسال ملي لوبدلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې مالدیف ته د " ۱۰ - ۱" ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه پیل شوي او نن( چهار شنبه، د سپټمبر ۲۴ مه) به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۲
Background image

کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

!رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS