کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۲
کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شول. یاده لوبډله به سبا سهار ۷ بجې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د بنګله دېش ډاکې ښار ته روانه شي.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د مقام د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن بري، د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان، د ورزش ادارې مسؤلينو او د واليبال ملي لوبډلې ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه: « خوښ يم، چې يو ځل بيا افغان لوبډله په نړيوالو ميدانونو کې لوبيږي او د افغانستان نوم په نړيوالو ډګرونو کې ځلوي. په دې هيله، چې ښې لاسته راوړنې ولرئ او ډک لاس هېواد ته راستانه شئ. » په پای کې یې يادې لوبډلې ته د خير او کاميابۍ دعا وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالۍ به د بنګله دېش په کوربتوب د روان میلادي کال د اکټوبر له ۲۲ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې ترسره شي، چې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون وکړي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د روان کال د اکټوبر په ۲۲ نېټه د سرېلانکا په وړاندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۴۴
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۳۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جوجیتسو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS