د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده
د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.
افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر مهال مازیګر ٣:٣٠ بجې له روسیې سره وکړي.
دغه سیالۍ د اګسټ پر لومړۍ پیل شوي او تر شپږمې به دوام وکړي، چې کوربه ټایلنډ، افغانستان ، روسیه، ویتنام او نیوزلنډ فوټسال لوبډلې پکې ګډون لري.
